ولسمشر غني: د پښتونژغورني غورځنګ له سوله ییزو فعالیتونو باید ملاتړ وسي

ولسمشر غني د پښتونژغورنې غورځنګ له سوله ییزو او مدني خوځښتونو ملاتړ کړی دی. ولسمشر غني پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي د پښتونژغورني غورځنګ د خپلو حقوقو د خوندیتوب لپاره په مدني حرکتونو لاس پورې کړی دی او له سوله ییزو لارو غواړي د پښتنو پر وړاندې د روان تبعیض مخنیوی وکړي.

د ولسمشر غني په خبره په سیمه کي د هر مسٔوول حکومت دنده دا ده، چې له ټولو سوله ییزو او مدني حرکتونو ملاتړ او ددغه ډول حرکتونو د ځپلو مخنیوي وکړي.

ولسمشر غني ویلي دی هم په سیمه کي د مدني حرکتونو د ستایني او پياوړتیا لپاره د پښتونژغورني غورځنګ ځپل غندي.

هغه په پاکستان او ټوله سیمه کي پر سیاسی جریانونونو او په نړیواله کچه له مدني بنسټونو غوښتنه کړې چي د پښتونژغورني غورځنګ له مدني او سوله ییزو هڅو ملاتړ وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...