د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین دوې ورځي وړاندي د سویلي پښتونخوا د پښتون ژغورني غورځنګ مرکزي غړي ارمان لوڼي د وژلو وروسته نن په ټوله نړۍ کي دلاریونونو غوښتنه کړې وه.
په کندهار کي لاریون کوونکو د پښتنو د حق غوښتلو، اتفاق او مرګ پر پاکستان يې شعارونه ورکول.
تیره ورځ په کندهار کي د پښتون ژغورني غورځنګ غړي ارمان لوڼي د غایبانه جنازې مراسم هم تر سره سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون