د ۱۷ کلونو په تیریدلو سره کندهار ښاریان بیا هم د اورښتونو پر مهال له ستونزو سره مخ وي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار ښاریان وايي، له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي بیا هم د اورښتونو پر مهال دکندهار ښار د اوبو د کنټرول لپاره اساسي کار نه دی سوی.

ښاریان وايي، د ډېر کم اورښت له امله هم د ښار په لارو او کوڅو کي اوبه ولاړي وي چي خلګ ورسره په ستونزو کي وي.

دوی وايي، ښاروالۍ ته وخت پروخت مالیه ورکوي چي باید د ددې ستونزي لپاره ښاروالۍ د سړکونو د غاړۍ چرۍ او پاتاونه پراخ کړي تر څو د اورښتونو پر مهال خلګ له ستونزو سره مخ نسي.

بلخوا د کندهار د ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي، اکثره دا ستونزه د میانکو د بند له اوبو څخه رامنځته کیږي او اوبه له هغه خوا په ښار کې ناحیو ته راځي.

دی وایي، پر دې کار کوي تر څو دغه بند په اساسي ډول ورغوي چي له یوې خوا به د اوبو مخه ونیول سي او له بلې خوا به په دغه بند کي اوبه هم زخیره سي تر څو د مځکي لاندي اوبو کچه را لوړه سي.

دی وايي، د باران په وخت کي د اوبو د زیاتوالي او چریو د بندېدو بله ستونزه بې پلانه او ناقانونه کورونه دي چي په ډيرو ساحو کي جوړ سوي دي.

په کندهار کي د یوه منظم کانالیزاسیون سیستم د نه شتون له امله اکثره وخت داورښتونو اوبه د خلکو کورونو ته ورځي چي پر مهال يې زیاتي ستونزي رامنځ ته کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...