بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، د غورځنګ د مرکزي کمېټې یو غړی ابراهیم ارمان لوڼی تیر ماښام شنبه ماښام په لورالایي سیمه کي له پولیسو سره په اخ و ډب کې وژل سوی دی.
د پېښې یو شمېر عیني شاهدان وایي، پاکستاني پولیس هلته د یو بل فعال د نیول لپاره ورغلي وو، او د دواړو خواو ترمنځ د اخ و ډب پر وخت ارمان لوڼي پر سر ضربه وخوړه او ووژل سو.
ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې مهمې ښځینه غړې وړانګې لوڼۍ ورور دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه فيسبوک پیغام کي دغه پېښه غندلي او وايي، همدا اوس په لورالايي کي د پېښي په اړه احتجاج روان دی.
منظور پښتین ويلي پوليسو ارمان لوڼی د تشدد له لارې وژلی دی.
د ارمان لوڼي خور او د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښي غړې وړانګي لوڼۍ په یوه ویډیويي پیغام کي له خلکو غوښتنه وکړه، چې د عدم تشدد پر لاره کلک او منظم پاته سي:
”ارمان لوڼی د دې خاورې بچی و، هغه د وطن او خلکو د بقا او ژغورنې په لار کې سر ورکړ او زما ټولو پښتنو ته پیغام دی، چي په منظم ډول به د عدم تشدد پر لاره ځو او د راتلونکي تګلاره به ټاکو. هیڅوک به تشدد ته لاس نه اچوي، پر هغه پرېکړه به عمل کوو، چې منظور پښتین او زموږ نور مشران یې کوي. ”
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون