روانه میاشت ۷۰۰ امریکايي عسکر له افغانستان وځي

ټاکل سوې چي روانه میلادي میاشت سلګونه امریکايي عسکر له افغانستان ووځي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي په روانه فبرورۍ میاشت کي به ۷۰۰ امریکایي عسکر له افغانستان وځي.

دغه عسکرو ۹ میاشتي په افغانستان کي ماموریت ترسره کړی دی او اوس به په همدې روانه میلادي میاشت کي په دوو جوپو کي امریکا ته لیږل کیږي.

امریکايي رسنیو نه دي ویلي چي ددغه سرتېرو پر ځای به نور سرتېري افغانستان ته رالېږل کیږي کنه.

دغه سرتېري داسي مهال له افغانستان ستنیږي چي د امریکا ولسمشر له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

هغه پخپلو وروستیو څرګندونو کي ویلي چي له افغانستان د سرتیرو ایستلو ته جدي دی او غواړي روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...