راپور: محمد یار مجروح
په کندهار ښار په بیلابیلو ساحو کي نژدې ۳۰ زره جایدادونه بې نقشې او ناقانونه جوړ سوي چي تر څنګ يې د ملکیت سندونه هم نلري.
ددغه ډول بې پلانه ساحو اوسېدونکي اکثره د ولسوالیو او ولایتونو د جګړې څخه راغلي کډوال دي چي په ډيرو کمو امکاناتو ژوند کوي خو یو شمېر کسانو بیا په بې سنده کورونو زیاتي پيسې هم لګولي دي.
د کندهار ښار پنځمه او اووه ناحیه د ښار هغه برخي دي ډیری بې پلانه ساحې لري چي سږ کال به د لومړي ځل لپاره ۴۳۲۹ کورونو ته د سند ملکیتونو ورکړل سي.
د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسیم رضايي وايي، (ښار د ټولو لپاره پروګرام) له لاري یې له شپږو میاشتو اهیسي سروې پيل کړې تر څو په بې پلانه ساحو کي ټول جایدادونه ثبت کړي او د ملکیت سندونه ورکړي.
د سند ورکړي شرط دادي چي ملکیت له تیرو ۱۵ کلونو راهیسي د یوه کس په اختیار کي وي.
د ملکیت سند یوزاي یوې بسوې مځکي ته ورکول کیږي او په بدل کي یې ډیره کمه اندازه پیسې اخستل کیږي.
د بې پلانه ساحو اوسېدونکي نه یوازي دا چي په لومړنیو امکاناتو ژوند کوي بلکي دملکیت د خرڅولو او رانیولو پر مهال یې هم له ستونزو سره مخ وي.
که د بې پلانه ساحو کورونو ته د ملکیت سندونه ورکول سي اوسېدونکی به یې د ژوند له بیلابیلو اسانتیاوو څخه برخمن سي.
د راپورنو له مخي په افغانستان کي ۵۰ سلنه کورونه بې نقشې او بې سنده دي خو د ملکیت سند ورکولو پروسه اوس د کندهار په ګډون د افغانستان په ۸ ولایتونو کي راپيل سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون