راپور: محمد یار مجروح
د ګډو ځواکونو له لوري دغه عملیات د میوند ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کي دوام لري، چي پر مهال يې ۷۶ تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او تر څنګ يې وسلې او مهمات نیول سوي او لسګونه کړۍ ماینونه هم له منځه وړل سوي دي.
د ملي اردو د درېیمي پلي لوا قوماندان برید جنرال امیر محمد افضلي وايي، دغه عملیات د تیرو شاوخوا لسو ورځو راهیسي د میوند ولسوالۍ اړوند د قلعه ښامیر، مندوزي، شلغمي، جرخوشک،د میا او ماما کاریز په سیمو کي د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه پیل سوي چي، پکښي د ملي اردو سرتیري، ملي پولیسي، محلي پولیسي، ضربتي او عامه نظم پولیس برخه لري.
ده وویل، په دغه عملیاتو کي تر اوسه پنځوس تنه وسله والو مخالفین وژل سوي او ۲۶ نور ټپيان سوي دي او دغه راز د وسله والو موټرسایکلان، وسلې او نور مهمات هم له منځه وړل سوي دي.
چارواکي وايي، چي د یادو عملیاتو پر مهال يې د وسلوالو مخالفینو څخه پراخي سیمي پاکي کړي دي او همدارنګه يې ۱۵۸ حلقي ماینونه کشف او خنثي کړي دي.
د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي لالا وايي، وسله وال اکثره وخت هڅه کوي چي د میوند له لاري ژړۍ او نورو ولسوالیو ته ننوزي او بریدونه تر سره کړي خو دوی یې مخه نیولې او نوي پوستې يې هم جوړي کړي دي.
څه موده وړاندي هم د ګډو افغان ځواکونو د هوايي او ځمکني عملیاتو پر مهال د شاولیکوټ ولسوالۍ د ځنګل په سیمه کي عملیات ترسره سول، چي پر مهال د وسلوالو مخالفینو مشهور قومندان او ملګري يې ووژل سول او د دوی د مهماتو پټنځایونه، روزنیز مرکزونه، اوږده تونلونه او ګڼ شمیر وسلې او مهمات له منځ یوړل سول.
بلخوا وسلوالو طالبانو رسنیو ته په استول سوې اعلامیه کي په میوند ولسوالۍ کي افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلي ادعا کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون