په بغلان کي دپخوا په پرتله سولي ته د عام ولس هیله مندي ډیره سوې ده

راپور: نورګل اندړوال

دملي یووالی حکومت  دکار له پیل راهیسي سولي ته هیله مندي د هېواد په ګوټ ګوټ کي ډیره سوې ده .
عام ولسونه  د جګړې دوام  په هيواد کي دهېچا په ګټه نه بولي او دې ته هیله من دي چي سوله راتلونکې ده ، خو غوښتني هم سته چي دسولې راتګ څرنګوالي  لپاره دي په کور دننه افغان حکومت دسیاسيونو ، حزبونو ، قومي مشرانو اوعامو افغانانوسره ګډه ملي اجماع جوړه کړي ترڅو ددې بهیر پر وړاندي سته ستونزي له منځه ولاړي سي .
خلک په هیواد کي دسولي شتون ضرورت بولي خو ټينګار پردې سته چي افغان حکومت دي دسولي په مذاکراتو کي  دتیري څه باندي یوې نیمي لسیزي  لاس ته راوړني له پامه نه غورځوي اودې پرېکړي ته دې ورسیږي چي دهیچا حقه حقونه دسولي په راتګ ترپښو لاندي نه سي.
عام باور  دافغانستان دسولي په برخه کي دادی چي  ځیني مغرضه بهرني او کورني حلقې چي جګړه یې په سیمه کي د اوږد مهالو موخو لپاره یو وسیله ټاکلې نه غواړي چي افغانان دې یوې اوږدمهالې سوي ته ورسیږي خو دهمدې کړیواو حلقو پرمخ باندي دي دګوزار لپاره غوښتني دادي چي میشت  ټول  قومونه دي افغانستان کي دسولې لپآره هراړخیز کاروکړي اوخپل یووالی  دي کلک وساتي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...