عمر داوودزی: د ځواکونو په ایستلو کي بېړه خونړیو پیښو ته لار هواروي

له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو کي بېړه به دلته خونړیو پېښو ته لار هواره کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا ریٔس عمر داوودزي په خپله نوې مرکه کي ویلي سوله د افغان حکومت او افغانانو لپاره لومړیتوب دی، خو دغه سوله باید د افغان حکومت حیثیت خوندي کړي.

دده په خبره امریکايي چارواکو ته هم په کار ده، چي د ځواکونو په ایستلو کي بېړه و نه کړي ځکه په دې سره به افغانستان د خونړۍ جګړې په ډګر بدل سي.

دده په وینا د سیمي ځيني هېوادونه په افغانستان کي لاسوهنه کوي، دوی عملا د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي نو په دې کي شک نسته چي د سولې په لار کي به خنډ جوړوي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د ترهګرو ملاتړ لا ډېر کړي. ده ټینګار کړی چي د سولي هر ډول خبرې باید د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...