راپور: محمد یار مجروح
دا په کندهار ښار کي احمدشاهي جاده ده چي درې کاله وړاندي ښاروالۍ يې د پراخوالي په موخه د عامو کسان شاوخوا درې سوه جایدادونه ونړول.
ښاروالي اوس د ۱۵۱ میلیونه افغانۍ په ارزښت مارکېټونه جوړ کړي او هغه کسانو ته يې دوکانونه ورکړل چي د جادې د پراخوالي پر مهال يې دوکانونه نړېدولي وو.
د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسیم رضايي وايي، په دغه مارکیټونو کي ۲۵۱ دوکانونه دي چي مستحقو کسانو ته ورکول کیږي او هغه کسان چي کورونه یې نړېدلي په بدل کي به یې ښاروالۍ مځکي ورکړي.
بلخوا د کندهار د ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکریزوال وايي، د ښار د پراختیا لپاره له خلګو سره د ناستو او خبرو وروسته پر دې وتوانېدل چي خلګ د خپلو جایدادونو نړولو ته اماده کړي.
دده په خبره عامو خلګو په دې برخه کي زیاته همکاري کړې او باید ښاروالۍ ورته د ملکیت سندونه ورکول ورکړي.
پر همدې مهال هغه کسان چي ښاروالۍ ورته د جایدادونو او دوکانونو په بدل کي نوي دوکانه ورکړي، خوشحاله دي او وايي، نفوس زیات سوی، ښار پراختیا ته اړتیا لري چي پدې برخه کي د خلګو همکاري اړینه ده.
د احمدشاهي جادې پر پراخوالي نژدې ۲۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چي ورسره سم د کندهار ښار ښکلا رنګه سوې او ښار پر نورو سړکونو ګڼه ګوڼه هم کمه سوې ده.
یو شمېر کسان وايي، د کندهار ښار نفوس تر درې میلیونه اوړې، باید د ښار ټول سړکونه پراخ او په سم ډول ورغول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون