د بدخشان، سرپل او کونړ ولایتونو معترض نوماندان ادعا کوي چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو او د دغه کمېسیون عملیاتي برخي د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کي لاس وهنه کړې ده.
ځينې نوماندان چي نومونه یې د ټاکنو په وروستي نوملړ کي نه دي راغلي وايي چي د رایې شمېرنې بهیر روڼ نه وو او د هغوی په رایو کي لاسوهنه سوې ده.
دغه نوماندان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي پر بډو اخیستو تورنوي.
دوی وايي، چي د ټاکنو له ټولي پروسې سندونه له ځانه سره لري، د ولسي جرګې ټاکنو کي بریالي سوي، خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو له نورو نوماندانو د پیسو له اخیستو وروسته، هغوی بریالي اعلان کړي. دوی له حکومت غواړي چي د دوی د شکایتونو څېړلو لپاره یو پلاوی وګوماري او ګواښ کوي چي له دې پرته به د خپل حق تر لاسه کولو لپاره له هرې لاري کار واخلي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم د بدخشان، کونړ، خوست، فراه، فاریاب او نورستان ولایتونو پایلې د پوښتني وړ بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون