خبريال: سيد حميد هاشمي
په هرات ولايت کي په نشه يي توکو روږد معتادين وايي، دوی خپل د اړتيا وړ مخدره توکي په آسانۍ سره د ښار په هر ګوټ کي ترلاسه کولای سي.
دوي ادعا کوي، چي د مخدره موادو خرڅونکو سره پوليس لاس لري او له هغوی څخه خپل حق اخلي. د بلي خوا د هرات ولايت د مخدره توکو سره د مبارزې رياست چارواکي هم دا خبره مني، چي په ځينو سيمو کي پوليس د نشه يي موادو خرڅونکو سره لاس لري، خو ټينګار کوي، چي دوی به يې په وړاندي مبارزه وکړي.
دا کسان چي ټول د مخدره موادو په استعمال روږد دي، د يو خصوصي بنسټ او د ځينو دولتي ادارو په ګډه همکاري راټول کړل شوي دي، ترڅو خپل اصلي استوګن ځايونو ته واستول شي.
دوی چي د هراتي چارواکو او خلکو له دې کاره خوښ برېښي، خو وايي په دې ولايت کي وه مخدره توکو ته آسانه لاسرسی ددې لامل شوی وو، چي دوی ونه کولای سي، له اعتياد څخه ځان وژغوري.
په هرات کي په نشه يي توکو روږد کسان تور لګوي، چي په دې ولايت کي تر ډېره پوليس د مخدره موادو د خرڅونکو سره لاس لري او پلورونکي هم په آزاده توګه په ښار کي د نشه يي توکو په خرڅلاو لاس پوري کوي.
په همدې حال کي د هرات ولايت د مخدره موادو سره د مبارزې رياست چارواکي هم د معتادينو دا خبري مني او وايي، دوی يې په وړاندي مبارزې ته ژمن دي. د هرات ولايت د مخدر مواد سره د مبارزې رياست مشر غلام جيلاني دقيق وايي، ډېری دغه معتادين چي د سړکونو پر سر ژوند کوي، د نورو ولايتونو دي او دوی هوډ لري، چي ټوله خپل ولايتونو ته ستانه کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي د هرات ولايت د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده، دا خبره چي ګواکي پوليس د مخدره موادو په پلورلو کي لاس لري، بې بنسټه بولي او وايي، که څوک کوم شواهد په لاس کي ولري، دوی چمتو دي، چي پر وړاندي يې اقدام وکړي.
بل خوا د هرات ولايت ځيني اوسيدونکي هم د دولت او د هرات ولايت د ځوانانو ټولنيزي شورا دا وروستی کار چي په نشه يي توکو معتاد کسان د ښار له سړکونو څخه راټولوي او خپلو ولايتونو ته يې لېږي، ستايي او ددې کار د دوام غوښتونکي دي.
په هرات ولايت کي د شمېرو پر بنسټ نږدې ۶۰ زره په مخدره موادو روږد کسان شتون لري، چي نږدې درې زره کسان يې د اوسېدلو لپاره سرپناه نه لري او په کوڅو او بانډو کي شپې او ورځي تېروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون