راپور: جواد داوري
تیره شپه په هلمند او کندهار کي اورښتونه وسوه خو دوامداره نه وه ځکه ډیري هیله ورسره ونه تړل سوي.
د هلمند کرونده ګر وايي تیر کال چي د وچکالۍ له امله بارانونه ونه سوه له همدي امله يې سږکال په کښتونو کي کموالی دی او حاصلات يې هم د تیر کلونو په پرتله لږ او په نشت حساب وه.
دوی وايي بارانونه د آبي کلونو زیری دی د اوبو تنظیم اړونده مسٔولینو څخه غواړي چي اوبه مهار کړي او په متوازن ډول يې پر کرونده ګرو وویشي.
د سیمه ایزو اوسیدونکو د مالوماتو پر اساس د هلمند په شمالي ولسوالیو کي د اورښتونو کچه د لښکرګاه او جنوبي ولسوالیو په پرتله زیاته وه او باغران ولسوالۍ کي په اوسط ډول درې ساتنۍ متره واوره سوې ده.
د هلمند سیندیزې حوزې رئیس انجنیر یحیی څرګند وايي هره ورځ د کجکي د اوبو ذخیرې ته ۱۳ ساتني متره اوبه لوړیږي او مرکزي افغانستان کي د وروستیو اورښتونو او واورو په اوریدو د کجکي ذخیره ډکه سي.
دی وايي د دلوي میاشتي تر ۲۰ نیټې پوري يې اوبه بندې کړي دي تر څو راتلوونکي کښت ته اوبه سپما کړي او همدارنګه په ولسوالیو کي د کانالونه د پاکارۍ چاري ترسره سي.
د کجکي د اوبو ذخیرې ټوله ارتفاع ۷۰ متره ده تیر کال ۶۲ متره پورې ډکه سوې وه خو سږ کال هیله پیدا سوي چي ټاکلي ارتفاع اوبه به پوره سي او بزګرو ته به اوبه ورسیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون