راپور: مهتمم صالح
وروستيو وچکالیو زیات شمیر کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځايه کړي او خلکو يې له بېلابيلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
په کندهار ولايت کي وروستيو بارانونو بزګرانو او مالدارانو ته هيله پيدا کړي، چي ښايي کال اباد سي.
دوی خوشحاله دي او وايي، دغه بارانونه کولای سي، چي د مځکي اوبه هم راپورته کړي او په ويالو کي هم اوبه پیدا کړي.
بزګران وايي، د دوی کروندې د وچېدو له ګواښ سره مخ وې، خو وروستيو بارانو يې کښتونه له وچېدو څخه ژغورلي دي.
دغه راز دوی وايي، د کرني رياست تر اوسه د غنمو اصلاح سوي تخم نه دی ورکړی، تر څو دوی په خپلو مځکو کي وکري.
دوی له دولته غوښتنه کوي، چي د اوبو د مهار لپاره بندونه ورته جوړ کړي، تر څو هم د څښاک اوبه پيدا کړي اوهم د وچکالۍ مخه ونيول سي.
د کندهارکرني رياست مسولين وايي، ژور څاه ګان يا برمي د مځکي د اوبو د ختمېدو سبب کرځي، خو بزګران غوښتنه کوي چي دوی ته دي برمي ووهل سي.
له دې مخکي خلکو په لویه عیدګاه او نورو کوچنيو مسجدجامعو کي د باران د اورېدو لپاره څو ځله د استسقاء لمونځونه کړي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون