نورګل اندړوال
دبغلان آمنیه قومندان مل پاسوال اکرام الدین سریع وايي، چي له مخدره توکو سره دمبارزې مدیریت پولیسو له لوري په تېرو څلورویشتو ساعتونو کي څلور دمخدره توکو قاچاق وړونکي په خنجانو ، شمرق آمنیتي کمربند او پلخمري کي له ۵۲ کیلو ګرامه چرسو سره یو ځای نیول سوي .
آمنیه قومندان وايي، قاچاق وړونکو مخدره توکي په درې موټرو ( مازدا ، سراچي او کرولا) کي په ماهرانه ډول ځای پرځای کړي وه چي له مخدره توکو سره دمبارزې مدیریت پولیسو دکشفي بنسټونو په مرستي او بشپړې هم ږغۍ سره نیولي.
دمخدره توکو دقاچاق په تړاو نیول سوي کسان دآمنیتي مسٔولینو په خبره د کشفي ارګانونو ترڅېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کیږي .
بغلان تر ډیره دشمالي ولایتونو دروازه بلل کیږي چي زیات وختونه پکښي قاچاق وړونکي کابل او مرکزي ولایتونو ته له همدې لارې مخدره توکي رسوي چي یوه زیاته برخه دغه ډله قاچاقبران همدې ولایت کي دپو لیسو له لوري نیول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون