په کندوز ښار کي نښتو خلک اندیښمن کړي دي

د کندوز اوسیدونکي وايي چي په دې وروستیو کي وخت ناوخت د شپې پر مهال د کندوز ښار پر امنیتي حوزو بریدونه کیږي چي د خلکو اندېښنې یې پارولي دي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري وایي، چي همدا وړمه شپه هم د کندوز ښار پر دویمه امنیتي حوزه برید وسو، چي نښتې دوه ساعته ادامه لرله.

دده په خبره نښته ځاني تلفات نه لري خو مالي زیانونه یې خلکو ته اړولي دي.

د کندوز سرپرست امنيه قوماندان سمونمل صفي الله محزون بیا ويلي چي طالبانو د شينوارو په سيمه کي پر امنيتي پوستې بريد کړى و خو بريد يې پر شا تمبول سوى دى. هغه ډاډ ورکړی چي امنیتي ځواکونه د تهدیدونو پر وړاندي د مقابلې وړتیا لري او د وسله والو طالبانو هر ډول بریدونه به پر شا وتمبوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...