د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال ویلي، تیر ماښام ناوخته د پاکستان پوځ د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ننګه سر او ګلاپړۍ پر سیمو توپونه توغولي دي.
د میرزکوال په خبره په دې ترڅ کي درې ماشومان ټپیان سوي دي.
د کونړ والي وايي، خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چي د دې اقدام متقابل جواب ووایي.د کونړ د چارواکو د معلوماتو له مخي له تیرو اتو کلونو راهیسي د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي چي تراوسه یې لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېری کورنۍ یې د کورونو پرېښیدو ته اړ کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون