راپور: محمد یار مجروح
د خرقې شریفي متولیانو تیره ورځ د خپل منځي اختلافونو له امله له لفظي شخړي وروسته وسلواله نښته وکړه.
دکندهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، په یاده نښته کي یو کس زخمي سوی او له عاملینو څخه درنې او سپکي وسلې هم ټولي سوي دي.
امنیتي ځواکونو تیره ورځ په کندهار کي د خرقې شریفي متولیان محمدنسیم اخندزاده او مسعود اخندزاده وروسته له هغه بې وسلي کړه چي د خپلمنځي اختلافونو له امله يې لفظي شخړه په وسلواله نښته واوښته.
په یاده نښته کي یوازي یو ساتونکی زخمي سوی دی.
تر دې وړاندي هم دخرقې شریفي متولیانو له لفظي شخړي وروسته له حج اوقاف وزارت څخه غوښتي وو چي یاد ریاست باید لغوه سي ځکه په خبره یې د ریاست میاشتني معاشات یوازي د یوه کس جیب ته ځي.
د کندهار ښاریان د ولایتي مسؤلینو څخه غواړي تر څو د مقدسو ځایونو ساتنه په ښه ډول وکړي او د خرقې شریفي په زیارت کي پيښه په جدي ډول وڅیړي.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر یاده پيښه تائیدوي او زیاتوي د پيښي د څیړلو لپاره پلاوی ګمارل سوی دی.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر غړي سلطان محمد آصفزي هیوادتلویزیون ته وویل د متولیانو تر منځ نښته د شخصي اختلافونو له امله رامنځ ته سوې چي پيښي عاملین د امنیتي ځواکونو له لوري نیول سوي دي.
دده په خبره دیادو کسانو د نیولو پر مهال امنیتي ځواکونو یو شمېر سپکي او درنې وسلې هم تر لاسه کړي دي.
دا لومړی ځل ندي چي د خرقې شریفي د زیارت په اړه داسي ستونزه رامنځ ته کیږي، بلکي تر دې وړاندي د اطلاعاتو او کلتور وزرات هم ویلي وو د هغو تاریخي او قیمتي توکو په اړه به څیړنه کوي چي د خلګو له لوري خرقې شریفي ته په تحفه کي ورکول سوي خو د متولیانو له لوري پخپلو مینځونو کي ویشل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون