ولسمشر اشرف غني نن د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس ته روان سو

 

تمه ده چي اشرف غني به د سویس په داووس ښارګوټي کي په نړیواله اقتصادي غونډه کي برخه واخلي.

 

له ارګه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي افغان ولسمشر به په‌دې غونډه کي د افغانستان د اقتصادي ودې او د سیمي په اقتصاد کي د افغانستان د ونډي په اړه خبرې وکړي.

 

د سویس په داووس ښار کي د نړۍ تر دوه نیم زره ډېر مشران، سوداګر، د نړیوالو موسسو، د مدني ټولني او د رسنیو استازي راغونډ سوي دي، دا غونډه پرون رسماً پیل سوه او د جمعې تر ورځي به دوام وکړي.

 

د افغانستان اجرائیه رئیس تردې مخکي سویس ته تللی و او پرون یې د دې غونډي ترڅنګ د سولي او پخلایني په نوم په یوې ناستي کي برخه واخېسته.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...