هند: پاکستان دي د افغانستان په بهرنۍ پالیسي کار نه لري

په افغانستان کي د هند سفیر ویلي، د پاکستان په ګډون هیڅ هیواد دا حق نه لري چي د افغانستان په چارو کي لاسوهنه وکړي.

وینی کمار تېره شپه له رسنیو سره مرکه کي دغه راز پر پاکستان ږغ کړی دی چي د افغانستان په بهرنۍ پالیسي دي کار نه لري، ځکه په دې اړه پریکړې یوازي د افغانستان کار دی.

کمار زیاته کړې چي د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کي دې افغان پوځیان د امنیت ټول مسٔوولیت واخلي. هغه د افغانانو په رهبرۍ د سولي له پروسې ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چي هند دسولي له هر هغه تړونه ملاتړ کوي چي افغانان پرې لاسلیک کوي. دا په داسي حال کي ده چي پاکستان تل د افغانستان په کورنیو مسایلو او د دې هېواد په بهرنۍ پالیسي کې د لاسوهنې هڅه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...