د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان د خرقې شریفي دوه متولیان نیسم اخندزاده او مسعود اخندازاده خلع سلاح کړل

دوی نن د خرقې شریفي د امتیازاتو او ریاست د چوکۍ پر سر له لفظي شخړي وروسته وسله واله نښته وکړه.
په نښته کي یو کس ټپي سوی هم دی.
ویل کیږي چي په ټولو سویو وسلو کي راکټونه، پيکا او کلاشینکوفونه شامل دي.
د خبرونو له مخي دوی له مخکي چمتوالی نیولی وو او له درنو وسلو سره په سنګرونو کي ناست وه.

بل خوا د ولایت مقام وايي، د دغي پيښي په تړاو، د ولايت مقام لخوا هيئت تيعن سوی او د پېښي د برسي په موخه هلته تللی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...