معترضو نوماندانو کابل ښار ته راغلي لاري تړلي دي

دغه نوماندان وايي چي د ټاکنو خپلواک کمیسیون په رایو کي پراخي درغلۍ کړي دي نو ځکه یې په اعتراضونو لاس پوري کړی دی.

دوی تور پوري کوي چي د ټاکنو خپلواک کمیسیون په فساد کي ښکېل دی نو باید په دغه ولایت کي وروستۍ اعلان سوي پایلي باطلي اعلان او له سره ټاکني وسي. دوی کابل ښار ته راغلي څلور لارې بندي کړي دي او موټرونو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

اعتراض کوونکي وایي تر هغه یې چي غوښتني نه وي منل سوي خپلو مدني فعالیتونو ته به ادامه ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا ویلي وو، پایلي اعلان سوي دي، نو هغه نوماندان چي اعتراض لري خپل شکایتونه دې د شکایتونو خپلواک کمیسیون کي ثبت کړي او د شکایتونو تر څېړني او ارزونې وروسته به نهايي پایلي اعلانیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...