نن له غرمې مخکي شاوخوا لس نيمې بجي د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په سفيد سنګ سيمه کې د لوګر د والي محمد انور اسحاقزي پر موټريز کاروان د موټربم بريد وسو.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي رسنیو ته وويل چي په دې پیښه کي ١٥ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي چي والي ته په دې پېښه کي کومه ستونزه نه ده پیښه سوې.
ده زياته کړه چي دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده سوې او لار هم د ترافيکو پر مخ تړل سوې ده.
خو د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل ته وويل چي په دې پېښه کي ٢٠ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي: ((والي او د لوګر د امنيت رئیس له کابل نه لوګر ته روان وو، د ملي امنيت سرتیري او د والي ساتونکي د سفيد سنګ په سيمه کي دوى ته منظر وو، کله چي والي او د امنيت رئس دغه ځاى ته رسېږي او خپلو موټرو ته پورته کېږي، په همدې وخت کې موټربم بريد پرې کیږي.))
د وکيل د معلوماتو له مخي، په دې پیښه کي د رينجرو په ګډون شپږ موټر له منځه تللي دي.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د دې ډلي وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي په دې پېښه کي ګڼ شمېر ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون