د هرات ولایت صرافان وايي، په دغه ښار کي دي ددوی د امنیت خوندیتوب ته پام وسي

 ناپیژاندو وسله والو د هرات ولایت لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کي پر یوه صراف برید وکړ، چي له امله یې د صراف تر وژل کېدو او د هغه زوی تر ټپي کېدو وروسته وسله والو د نوموړي اتیا زره ډالره له ځانه سره وړي.

یوشمېر صرافانو، چي ددې پېښي په غبرګون د هرات ولایت مقام مخې ته په لاریون لاس پوري کړی، امنیتي ادارې د خلکو امنیت ته په نه پاملرني تورنوي او په دې ولایت کي د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه کوي.

ددې ولایت د صرافانو اتحادیه خبرداری ورکوي، که حکومت د دوی غوښتنو ته توجه ونه کړي او د صرافانو امنیت ونه نیسي کاري اعتصاب به وکړي.

په ورته وخت کي د هرات امنیه قوماندانۍ مسئولان وایي، پولیسو دوه وسله وال غله نیولي دي او له دوی څخه یې شل زره امریکايي ډالر بیرته ترلاسه کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...