زلمی خلیلزاد: امریکا غواړي امن او سوله ییز افغانستان وویني

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ځيني کړۍ او ډلي د سولي په اړه د امریکا پر هڅو شک لري.

دده په خبره امریکا دې ته تیاره ده چي د سولي په اړه د ټولو اړخونو پوښتنو او شکونو ته جواب ووايي.

زلمی خلیلزاد وایي امریکا په جدي توګه غواړي په افغانستان کي سوله راسي او روانه جګړه پای ته ورسېږي. هغه همدا راز ویلي چي د سولي په اړه د امریکا اقدامات جدي دي نو له همدې امله یې سیمې ته سفرونه ډیر سوي دي. زلمي خیللزاد هیله څرګنده کړې چې وکړی شي په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او افغانان د سولې هیلې ته ورسېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...