د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون: د کابل او کوچیانو حوزې د شکایتونو ثبت روان دی

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل ولایت او کوچیانو د حوزې د شکایتونو د ثبت په لومړۍ ورځ یې شاوخوا سل موارد ثبت کړي دي.
د شکایتونو د کمیسیون کمیشنر او ویاند علي رضا روحاني ویلي، د کابل ولایت د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت بهیر به د نن ورځي تر پایه دوام ولري.
دده په خبره کمیسیون د شکایتونو فورمې وېشلي دي او هر څوک چي شکایت لري کولای سي دوی ته مراجعه وکړي او خپل شکایتونه ثبت کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوشنبي په ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې د ۳۳ مخکښو کاندیدانو او همدارنګه د کوچیانو د حوزې د لس کاندیدانو ابتدايي پایلې اعلان کړې چي له سختو نیوکو سره مخ سوي دي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...