ولسمشر غني د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
په دغه کتنه کي چي په ارګ کي وسوه، د جمهوررئيس لومړی مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، طالبانو سره د حکومت د مذاکراتي ټیم غړو، ځیني ملي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو مشرانو هم حضور درلود.
ډاکټر زلمي خلیلزاد د سیمې هیوادونو، هند، چین او اماراتو ته د خپل سفر راپور او جزئیات وړاندي کړل او وې ویل، د سیمي هیوادونو ته یې د سفر موخه د افغان سولي پروسې د پیلولو لپاره د سیمه ییزي اجماع رامنځته کول وو او د کابل له سفر وروسته به دغو سفرونو ته دوام ورکوي. دغه راز یې د غونډي پر مهال د برخه والو پوښتنو ته جوابونه هم وویل.
په دې کتنه کي جمهوررئیس محمداشرف غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلي وې ویل، په افغانستان کي دننه د سولي د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده. دواړو غاړو د افغانانو په مالکیت د سولي پروسي پر پیلولو ټینګار وکړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون