وسله والو طالبانو په کابل کي د پروني برید مسٔوولیت اخیستی دی

ددغه ډلي له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دوی په ګرین زون کي د بهرنیو ځواکونو پر تاسیساتو ځانمرګی برید کړی دی. طالبان ادعا کوي چي په دې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو مهمي استخباراتي ادارې دي. خو په سیمه کي تر ډېره ټپیان سوي کسان ملکي وګړي دي.

له پېښې وروستي معلومات ښيي چي ۱۱۴ کسان د چاودني له امله ټپیان سوي او ۴ نور وژل سوي دي. د کورنیو چارو وزارت وايي چي په ټپیانو کي ماشومان، ښځي او سپین ږیري هم شامل دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...