راپور: اجمل وصال
روزګان کې دسولي د راتګ لپاره د ښځو لخوا په یوې جوړي سوي غونډه کي پر روزګانۍ میرمنو ږغ وسو، چي د سولي راتګ لپاره ږغ پورته او خپل مسٔوولیت ترسره کړي.
غونډي ته د هیواد د لومړۍ میرمني د استازي ترڅنګ د ښځو چارو او عامي روغتیا وزارتونو معیناني او یوشمیر نوري لوړ پوړي ښځینه مسٔوولیني هم له مرکز کابل څخه دغه ولایت ته راغلي وې.
په هیواد کي د سولي راتګ لپاره د روزګانۍ میرمنو یوه لویه اجماع، چي د رواني جګړې د دریدولو غوښتونکي دي.
د روزګان والي غونډه کي د وینا پرمهال د سولي راتګ لپاره د ښځو ونډه خورا اړینه وباله او دجګړه ځپلٍي روزګان پر مېشتو ښځینه و یې ږغ وکړ، چي د سولي له رواني پروسې سره یوځای او دغه ږغ بدرګه کړي.
اسدالله سعید وایې، وروستیو جګړو له امله د روزګان ۹۵ سلنه اوسیدونکي نالوستي، بې روزګاره او له لوږي سره مخ دي اوجګړه ددې لامل سوې چي د لته یو نسل له زده کړو پاتي کړي.
والي، د سولي راتګ د هیواد او په تیره بیا د روزګاني اوسیدونکو لپاره زیات موهم وباله، او ژمنه وکړه چي ددغه ولایت ټول اوسیدونکي او په ځانګړې توګه میرمني به د سولي په پاره خپل ږغ اوچتوي.
غونډه کي د ښځو چارو وزارت معیني شپوږمۍ وردک او له کابل څخه راغلي یو شمیر نورو ښځینو وویل، چي د سولي راتګ لپاره د ښځو ږغ رسولو دغه لړۍ د تیرو څو میاشتو راهیسي د هیواد د لومړۍ میرمني د استازي، په ګډون ددغه وزارت، عامي روغتیا او د ښځو د حقونو د شبکې لخوا په لاره اچول سوې ده او نن دغه ولایت ته ددې لپاره راغلي ترڅو اروزګانۍ میرمني هم خپل ږغ اوچت کړي.
دوی وویل، داچي دغه ولایت د هیواد د نورو ولایتونو په پرتله جګړې زیات ځپلی او خلک یې بې وزلي دي، نو اړینه ده چي په یوه ږغ ددې ناخوالو څخه ځان وژغورو او د سولي لپاره ږغ پورته کړو.
بلخوا اروزګانۍ میرمني هم د سولي راتګ لپاره د همکارۍ ژمنه کوي.
غونډه کې یوشمیر اروزګانۍ میرمنو وویل، دوی د جګړو له امله زیات زیانونو لیدلي، د کورنۍ غړي ، خپلوان او هرڅه یې د لاسه ورکړي دې.
دوی وایي، که سوله راسي، نو هرډول قربانۍ ورکولو ته چمتو ده.
په هیواد کي د سولي راتګ لپاره اوس مهال تر بل هروخت د افغانانوهیلي زیاتي سوي.
د افغان دولت په ګډون د سیمې او نړۍ یوشمیر هیوادونو هم د افغان سولي لپاره هلي ځلي پیل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون