د زابل په مرکز کلات ښار کي د انجونو د یوې ښوونځۍ د تعمیر د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

راپور: نثار احمد څپاند

په زابل کي د رسالې په نوم د انجونو دغه ښوونځی چي تراوسه پوري په کرايه کورونو کي درسي چاري پر مخ وړل کېدې اوس تازه ددې ښوونځی لپاره د ودانۍ چاري پيل سوې.

د زابل والی رحمت الله یارمل وايي، د سیمي د خلکو په غوښتنه او د پوهني ریاست په هڅو د دغه ښوونځۍ د ودانۍ د جوړولو لپاره يې بودیجه پیدا کړې.

نوموړی وايي، د دې ودانۍ د جوړیدو قرارداد په یوولس میلیونه افغانۍورکول سوی دی چي د رغوني کارونه به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ سي.

د یار مل به خبره د ودانۍ له جوړیدو سره  به د رسالې د زر تنه زده ښځینه زده کوونکو لپاره د تعلیم چاپیریال برابر سي او نور به اړ نه وی چي په کرايي کورونو کي درسي چاري پر مخ بوزي

د زابل ولایت د رسالي د سیمي یو شمیر اوسیدونکي وايي چي تر دې وړاندي زده کوونکو په سختو شرایطو کي زده کړي کولي او دوی هیله من دي چي نوې ودانۍ به په ښه کیفیت جوړه سي او پوره امکانات به ولري.

ځايي اوسیدونکي وايي د ټول ګټو پروژو په عملي کولو او ساتنه کي له دولت سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.

د زابل ولایت په مرکز کلات کي په داسي حال کي د انجونو د یو ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې پيل سوې چي لا هم د دې ولایت شاوخوا اتیا سلنه ښوونځۍ خپل تعمیرونه نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندي په خیمو کي او کرايه کورونو کي زده کړي کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...