مسولين وايي، د بریښنا نشتون، د دولت لوړه ماليه، د خامو موادو نه شتون د دې لامل سوي دي، چي د وطني صنعتي توکو بیي د بهرنيو توکو په پرتله لوړي سي

راپور: مهتمم صالح

بل خوا صنعت کاران وايي، دوی هڅه کوي، چي په ښه کیفيت سره تولید بازار ته وړاندي کړي ځکه خو بیه یې لوړیږي.

د کندهار د صنايعو او معدنونو خوني مسولين وايي، د برېښنا نشتون او د دولت لوړه ماليه، هغه لوی لاملونه دي، چي د وطني تولیداتو بیه یې د بهرنيو توکو په پرتله بیي لوړه کړې.

د دغه خوني مرستيال فيض الله هوډمن وايي، چي دغه خوني اوس يوه نوې اداره تشکيل کړې ده، چي په واسطه به يې د صنعت کارانو ستونزي د دولت سره شريکوي او ورته به د حل لاره پیداکوي.

هوډمن وايي، دوی هڅه کوي چي د وطني تولیداتو بيي را ټيټي کړي تر څو ښه بازار ولري.

بل خوا صنعت کاران وايي، دوی هڅه کوي، چي په ښه کیفيت سره توکي بازار ته وړاندي کړي ځکه بیه یې یوڅه لوړه وي.

عبدالباري چي په صعنتي پارک کي د پیپ جوړولو فابريکه لري وايي، دولت دوی نه حمايه کوي او په دغه ولايت کي د تخنیکي کارکوونکو نه شتون بله لويه ستونزه ګڼل کيږي.

دی وايي، خلک دي له دوی سره همکاري وکړي او هغه ستونزي چي په صنعتي توکو کي ويني له دوی سره دي يې شريکي کړي، تر څو دوی په اصلاح کولو کي هڅي ډيري کړي.

په کندهار کې څو کاله وړاندي زیات شمېر صنعتي فابریکې فعاله وې خو د برېښنا له ټکني کېدو سره یې ډيری وتړل سوې.

صنعت کاران وايي، که چیري یوازي د برېښنا ستونزه حل سي د دوی تولید به هم زیات او هم به یې قیمت کم سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...