د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت ویلي چي دغو ټولنیزو ادارو خپل جوازونه نه وو تمدید کړي، ځکه دغه وزارت ددوی جوازونه لغوه کړي دي.
د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چي د فعالیت د جواز له ختميدو تر شپږو میاشتو پوري دغه وزارت ته مراجعه ونه کړي، د قانون له مخي یې د فعالیت اجازه لغو کیږي. عدلیې وزارت همدا راز وایي چي د ټولنیزو فعالیتونو لپاره یې ټولنو ته د جواز په ورکړه کي هم شفافیت او اصلاحات راوستي دي او په دې برخه کي سته ستونزې له منځه وړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون