د روزګان والي وایي، که ولسونه راسره همکاري وکړي، نو ولایتي اداره به په کلیو کي خپلي پرمختیایې پروژي پلي او خلکو ته به د کارکولو زمنیه برابره سي.
محمد شفیق اسدالله سعید دغه څرګندوني ددغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست لپاره د نوي ټاکل سوي، ریٔس د پیژندني پرمهال وکړې.
انجینر محمد هاشم د روزګان د انکشاف دهات د نوی ټاکل سوي ریٔس په توګه ددغه ولایت د والي او یوشمیر نورو مسوولینو لخوا رسمآ دیادې ادارې کارکوونکو ته ور وپیژندل سو.
والي له نوی ریٔس څخه وغوښتل چي ددغه ریاست نیمه کاره کارونه بشپړ او خلکو ته خدمات وړاندي کړي.
محمد شفیق اسدالله سعید وویل، ولایتي اداره ژمنه ده چي په کلیوالي کچه خلکو ته د بیاروغوني کارونه ترسره کړي.
هغه وویل، که ولسونه ورسره همکاره سي، نو په ټولو کلیو او لیري پروتو سیمو کي به کلیوالي پروژي عملي او خلک به ترې برخمن سي.
د نوي ټاکل سوي رییس انجینر محمد هاشم له د روزګان له والي مننه وکړه چي ورسره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
هغه هم له خلکو او مشرانو وغوښتل چي د بیاروغوني په برخه کې ورسره همکارې وکړي.
مسٔوولین په داسی حال کي په کلیوالي کچه د خدماتو وړاندي کولو ژمنه کوي، چي د لته وروستیو جګړو له امله زیات مالي او ځاني زیانونه خلکو ته اوښتي دې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون