ښایان زیاتوي چي په ژمي کي د اورښتونو پر مهال خلګو ته زیاتي ستونزي پيښیږي.
بلخوا د کندهار ښاروالۍ وايي، له تیري يوې میاشتي راهیسي یې دیادو ستونزو لپاره کار پيل کړی دی.
د کندهار ښاریان وايي، ښاروالي دي د ژمي له راتګ وړاندي هغو ستونزو ته پاملرنه زیاته کړي چي د اورښتونو پر مهال رامنځ کیږي.
دوی وايي، ښاروالي دي د ښار د سړکونو چرۍ او پاتاوونه پاک کړي تر څو داورښتنو پر مهال خلک له ستونزو سره مخ نسي.
بلخوا د کندهار ښاروالۍ مسؤلین وايي، د یادو ستونزو د مخنیوي لپاره يې له تیري یوې میاشي راهیسي هڅي پيل کړي دي.
د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسیم رضایي وايي، له تیري یوې میاشتي راهیسي یې د ښار په پنځلسو ناحیو کي د ټولو سړکونو د غاړي چرۍ او پاتاونه پاک کړي تر څو د اورښتونو پر مهال خلګ له ستونزو سره مخ نسي.
خو خلک بیا وايي، ښاروالي دي د ښار د اورښتونو د اوبو د کنټرول لپاره خاص تدابیر سر له اوسه ونیسي.
دوی وايي، په کندهار ښار کي ژمني اورښتونه هر کال خلګو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون