راپور: محمد یار مجروح
مسؤلین وايي، د لوړو زده کړو خصوصي موسیسې درسي معیار او د دولتي نصاب تطبیق ته خاصه پاملرنه نده کړې.
تر دې وړاندي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت خبرداری ورکړی وو چي که د لوړو زده کړو خصوصي موسیسې درسي معیار پوره نکړي وبه تړل سي.
عام خلګ وايي، په افغانستان کي اکثره د لوړو زده کړو خصوصي موسیسې دپيسو او محصلین د سند د ترلاسه کولو په لټه کي دي.
په کندهار کي د لوړو زده کړو یو شمیر خصوصي پوهنتونونه د محصلینو د جذب لپاره محصلین په لوړ تخفیف او آن ډیری وخت په وړیا ډول داخلوي خو کله چي محصلین لوړو صنفونو ته ځي تخفیف یې کمیږي او فیس یې لوړیږي.
یو شمیر کسان وايي، د خصوصي پوهنتونونو استادان په نورو ادارو کي وظیفي لري او ډیر ی وخت صنفونو ته هم نه حاضریږي.
بلخوا د کندهار د پوهنتون مسؤلین وايي، هغه درسي معیارونه چي د لوړو زده کړو خصوصي موسیسو ته ځانګړي سوي پوره نه دي.
د همدې پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت میر توتاخېل وايي، خصوصي پوهنتونونه د پيسو په بدل کي هغه کسان جذبوي چي ددولتي کانکور په ازموینه کي پاته سوي وي.
حضرت میر توتاخیل زیاتوي چي که څه هم خصوصي سکټور درسي معیار او د دولتي نصاب تطبیق ته خاصه پاملرنه نده کړې خو پدې برخه کي نوی قانون به تر ډیره یادي ستونزي حل کړي.
بلخوا یو شمیر د خصوصي موئسسو مسؤلین ستونزي مني، خو هغه ادعاوي په کلکه ردوي چي محصلین او اړوند مسؤلین يې د درسي کیفیت په اړه کوي.
د دوی په خبره د فیس په برخه کي تخفیف یوازي د یوه یا هم دوو سمسټرونو لپاره ورکول کیږي.
د نظر خاوندان وايي، په افغانستان کی د خصوصي پوهنتونونو پيل د علمي اساس پر ځای نه بلکي د معامله ګیري پر اساس رامنځ ته سوي دي.
دوی وايي، د خصوصي پوهنتونونو معیار باید یوازي د فراغت سند نه وي، بلکي د محصلینو برخه لیک ته هم پام وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون