د کندهار اوسیدونکي وايي، حکومت دي په ښار کي معیاري مسلخونه جوړ کړي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار ښار کي دا مهال یوازي یو مسلخ فعالیت کوي چي د یوه کس په شخصي لګښت جوړی سوي دی.

بلخوا د کرني او مالدارۍ مسؤلین وايي، د خلګو د نه همکارۍ له امله يې دې ستونزې ته رسیدګي نده کړې.

د غوښي د زیات استعمال لپاره اړتیا ده چي د ښار په بیلابیلو برخو کي معیاري مسلخونه جوړ کړل سي ترڅو خلګو ته په سم ډول خدمات وړاندي کړي.

په کندهار کي دا مهال یوازي یو مسلخ فعالیت کوي چي د یوه کس په شخصي لګښت جوړ سوی دی.

د یاد مسلخ مسؤل محمد داؤد وايي، د ښاریانو د اړتیا لپاره يې مسلخ جوړکړي خو معیاري ندی او دحکومت همکاري ته اړتیا لري.

بلخوا د کندهار د کرني اومالدارۍ مسؤلین وايي، د خلګو د نه همکارۍ له امله پدې ندي توانېدلي چي یاده ستونزه حل کړي.

د کندهار د کرني ریاست دمالدارۍ څانګي آمر صدیق الله روغمند وايي، اوس پر دې کار کوي چي په کندهار ښار کي معیاري مسلخونه جوړ کړي.

د کرني او مالدارۍ مسؤلین وايي،په کندهار ښار کي دامهال پنځه مسلخونه سته چي ۴ یې فعال او یو يې غیر فعال دی.

بلخوا ښاریان وايي، اوسنۍ مسلخونه غیر معیاري دي او پاکوالي ته یې خاصه پاملرنه نده سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...