په دې ورستیو کي یوځل بیا وسله والو غلاوو د هرات ولایت د اوسیدونکو ژوند تریخ کړی دی

راپور: غلام فاروق رسولي

هرات هغه ولایت چي د هیواد په کچه یو د نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي، یو شمیر ښارمېشته اوسیدونکي یې وایي، وسله والو غلاوو یې ژوند تریخ کړي.

دوی د اړونده چارواکو غوښتنه کوي چي د وسله والو غلاوو مخنیوي لپاره دي کوټلي ګامونه پورته کړي، ځکه د دوی په باور که داسي و نه سي نو د هرات ښاریانو ژوند به لا تریخ سي.

هرات ښاریان همداشان وايي، چي په دې وروستیو کي بې کاري او فقر هم ډیره سوې چي په خبره یې نا امنیو ته یې لار هواره کړې.

دا چي ولي وسله والي غلاوي ډیري سوي شنونکي لامل د امنیتي خواکونو بې پامي او په آزادنه ډول د وسلو پیر اوپلور بولي چي په خبره یې پایلي به یې تر دي هم خطرناکه سي.

د بلي خوا د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکي بیا د وسله والو غلاوو ډيریدل نه مني او وایي د پولیسو د هڅو ډیریدو سره یې په روان هجری لمریز کال کي تر بل هروخت ډیري کسان د وسله والو غلاوو په تور نیولي.

وسله والی غلاوی سړي تښتونه غلچکي ترورونه هغه غټي امنیتی ستونزي دي چي په تیرو لسو کلنو کي یې تل هراتي وګړي ځورولي او تر وسه هم هیڅ کوم امنیتی چارواکی نه دی توانیدلی چي دا ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...