سږنۍ وچکالي د کندهار د ارغستان ولسوالۍ۵۰ سلنه باغونه وچ کړي دي

راپور: محمد یار مجروح

ددې ولسوالۍ اوسبدونکي وايي، د کاریزونو اوبه ۸۰ سلنه کمي سوي او حکومت دي د وچکالۍ داساسي حل لپاره دلوړې بند ورغوي.

بلخوا دکندهار ولایتي اداره وايي، افغان ولسمشر دلوړې د بند سروې منظوره کړې  او ډیر ژر به يې کار پيل سي.

سږنۍ وچکالۍ دارغستان ولسوالۍ په څیر د افغانستان په ډیری سیمو کي خلګ وځپل.

د ارغستان ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، په کاریزونو کي اتیا سلنه اوبه کمي سوي، باغونه يې وچ سوي او نور د وچکالۍ له امله مجبوره دي چي  کډي وکړي.

دوی له حکومت څخه غواړي چي دوچکالۍ داساسي حل لپآره دي په دغه ولسوالۍ کي د لوړې بند ورغوي.

د ارغستان ولسوال حاجي بشیر احمد مني چي سږنۍ وچکالي په دغه ولسوالۍ کي د انارو حاصلات کم کړي وو.

دده په خبره که حکومت د لوړې بند ورغوي د ارغستان ولسوالۍ تر څنګ به د تخته پل، بولدک ، ډنډ او دامان ولسوالیو ډیری شاړي مځکي به هم تر اوبو لاندي سي.

بلخوا د کندهار ولایتي مسؤلین د لوړې بند د سروې چاري به ژر پيل سي.

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب وايي، دولسمشر د لوړې دبند سروې منظوره کړې او د سروې وروسته به یې ډير ژر جوړلو چاري پيل سي.

دده په خبره که څه د ارغستان ولسوالۍ لپاره د یو شمیر چکډمونو پروژې منظور سوي خو د لوړې د بند په رغولو کي ددغي ولسوالۍ د خلګو همکاري اړینه ده.

ارغستان دکندهار یو له زراعتي ولسوالیو څخه شمیرل کیږي، چي سږنۍ وچکالۍ ددغي ولسوالۍ ډیری د انارو باغونه وچ کړي او خلګ يې کډه کولو ته اړ سوي دي.

خلګ وايي، د لوړې د بند له روغولو پرته په دغه ولسوالۍ کي ابادي امکان نلري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...