سرپل ولایت کي لا هم د طالبانو د برید له خطر سره مخ دی.
د سرپل ولایت ځايي چارواکي وایي وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونو ته شدت ورکړی دی خو مرکزي حکومت تر دې دمه همکاري نه ده کړې.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي ددغه ولایت د مرکز پر لیرو پرتو پوستو طالبانو بریدونه کړي دي او په ځينو ولسوالیو کې یې هم پر پوستو بریدونو ته شدت ورکړی دی. دده په خبره مرکزي حکومت ژمنه کړې چي ډېر ژر به دغه ولایت ته اضافي سرتیري لېږي خو تر دې دمه یې پر خپله ژمنه عمل نه دی کړی. له یوې اونۍ راهیسې د سرپل ولایت په صیاد او ځینو نورو ولسوالیو کي د طالبانو په بریدونو کي نږدې ۴۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکي وايي چې په نښته کي طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون