راپور: جواد داوري
د وژل سوي میرمني کورنۍ وايي، وړاندي یې هم څو ځلي په محکمه کي د وژل سوي ښځي سره د تاوتریخوالي قضیه ثبت کړي وي او د طلاق غوښتنه يې هم کړې وه خو د وژل سوي میرمني خاوند د سپین ږیرو په منځګړیتوب ژمنه ورسره کړې وه چي تاوتریخوالي به نه ورسره کوي.
امنیتي چارواکي وايي، د پیښي څیړني يې پیل کړي دي تر څو اصلي کس ونیسي او قانون ته یې وسپاري.
د وژل سوي میرمني خاوند د بریښنا ریاست کارکوونکی دی د خپلي میرمني تر وژل کیدو وروسته يې د خپلې بلي میرمنې او ماشومانو سره له کوره تښتیدلی دی.
د وژل سوي میرمنې ورور محمد عوض وايي یوه میاشت وړاندي هم له یادي میرمني سره تاوتریخوالي کیدی چي په محکمه کي يې د طلاق غوښتنه يې هم ثبت کړې وه خو د سپین ږیرو او مشرانو په منځګړیتوب يې ستونزه حل سوه.
دی وايي تر هغه وروسته تیره شپه یاد کس خپله میرمن په چړو وژلي دي او بیا يې جسد بوجۍ ته اچولي او ایرو کي یې ښخ کړی.
د هلمند جنايي جرمونو سره د مبارزي مدیر سمونوال عبدالشکور جلیلی وايي له پیښي سهار خبر سوی دی او د څیړني ټیم يې ساحي ته لیږلي لومړني مالومات يې له سیمي ترلاسه کړي دي او هڅه کوي هغه کس چې خپله میرمن يي وژلي دي ونیسي.
دی وايي یاد کس بله میرمن هم درلودل ویل کیږي د هغې میرمنې او ماشومانو سره تښتیدلي دي.
د وژل سوي میرمنې څخه يي دري لوڼي او یو زوي پاته سوي دي او شاوخوا ۳۱ کاله عمر يي درلودي.
دا په تیرو شپږو میاشتو کي لومړي پیښه دي تردي وړاندي د لښکرګاه ښار صافیانو په سیمه کي یو کس خپله میرمن وژلي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون