د لومړي ځل لپاره د هلمند په باغران ولسوالۍ کي یو ښوونځی پرانیستل سو

دا ښوونځی د قومي مشرانو او طالبانو په سلا مشوره د چهارشنبي په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۲» خلاص سو.

جرمني اژانس د هلمند د ښووني او روزني د مسٔوول داوود صفري په وینا خبر ورکوي چي په‌دې مکتب کي دوه سوه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره ده.

باغران ولسوالۍ چي شاوخوا یو لک او شپږ زره نفوس لري د هلمند یوه خواره او لیري پرته ولسوالۍ ده چي بشپړ کنټرول یې د طالبانو په لاس کي دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد جرمني اژانس ته ویلي دي چي دا د دوی تګلاره ده چي د افغانستان له مرکزي حکومت سره د بندو ښوونځیو په پرانیستلو کي مرسته وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...