ولسمشرۍ ماڼۍ وایي د رادار د خپلواکو سیسټمونو د نصبولو او د هېواد په ټولو لایتونو کي د پنځو دریایي حوزو لپاره د سیمي جالیو د پیرلو او لېږد قرادادونه یې لاسلیک کړي دي.
له ارګه په خپرې سوې خبرپاڼه کي راغلي، د دې دواړو پروژو د پیرلو او لیږد قراردادونه د اړوند مسٔوولینو له لوري د ولسمشر غني په حضور کي لاسلیک سوي دي.
سرچینه کاږي، د ګبیون پروژې په پلي کولو سره به د لومړي ځل لپاره د سیلابونو د خطرونو او د ځمکي او املاکو د تلفاتو مخنیوی وسي او دا کار د اوبو د مدیریت لامل هم ګرځي.
د رادار سیستم له برکته به ملي عواید له ۱۲ څخه ۱۵ میلیارد افغانیو ته لوړ سي، د افغانستان فضايي خپلواکي به لا پیاوړي او په فضایي حریم کي به ټولي الوتني تر کنټرول او مدیریت لاندي راسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون