ټاکنو کمیسیون: د کابل د ټاکنو لومړنۍ پایلي راتلونکي اوونۍ اعلانیږي

ټاکنو کمیسیون وایي، د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلي به د راتلونکي اوونۍ په لړ کي اعلان کړي.

د یاد کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست  وویل، د کابل د پایلو په اعلان کي به نور ځنډ نه راځي، ځکه په وینا یې یوازې ۲۰ سلنه رایې یې پاته دي چي په سیسټم کي وراضافه سي.

د ټاکنو کمیسیون دغه راز زیاتوي، د بغلان ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلي به تر راتلونکو دریو ورځو پوري اعلان سي.

دا په داسي حال کي ده چي تر دي وړاندي د کمیسیون پر کمزوري مدیریت توندي نیوکي سوي دي او د ټاکنو د څار بنسټونو په ګډون ټولو ښکیلو اړخونو په یاد کمیسیون کي د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د یادوني ده چي یاد کمیسیون تیره اوونۍ اعلان کړی و چي روانه اوونۍ به د کابل او بغلان ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...