کورنیو چارو وزارت نن چهار شنبه د مرغومي په ۱۰مه د ېوې اعلامیې په خپرولو سره، په هلمند کي د طالبانو د یوه قوماندان د وژل کیدو خبر ورکړ.
په دې اعلامیې کي ویل سوي دي، تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په سپین جومات سیمه کي د ملي پولیسو او طالبانو تر منځ نښته سوې چي په پایله کي یې د قاري احمد په نوم د طالبانو یو محلي قوماندان او څلور نور وسله وال وژل سوي، او شپږ یې ټپیان دي.
اعلامیه زیاتوي چي په دې نښته کي دوه میله کلاشینکوفونه، یوه اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم د ملي پولیس لاسته ورغلي ملي پولیسو ته په دې نښته کي هیڅ زیان نه دی اوښتی.
هلمند له پاکستان سره په پوله پروت د افغانستان یو سرحدي لوی ولایت دي چي د ناامنیو رپوټونه ترې ورکول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون