د امریکا سفیر: په ټاکنیزو کمیسیونونو کي باید پراخ او غیرسیاسي اصلاحات راسي

په افغانستان کي د امریکا سفیر جان بس وایي، د شفافو ټاکنو ترسره کیدو په هدف باید په انتخاباتي کمیسیونونو کي پراخ اصلاحت راسي او د اوسني تشکیل پرځای غیر سیاسي او باتجربه کسان وګومارل سوي، څو پر یاده پروسه د خلکو تللی اعتماد بیرته را ژوندی سي.
دده په خبره ټاکني د ولسواکۍ او ولسواکو نظامونو بنسټ دی او په دې برخه کي هر ډول ستونزي به ولسواکي او د خلکو غوښتني له زیانونو سره مخ کړي.
د امریکا سفیر داسي مهال په دغه کمیسیون کي د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کوي چي د ټاکنو خپلواک کمیسیون په پراخو درغلیو تورن سوی دی.
د ولسي جرګې ګڼ غړي هره ورځ په خپلو څرګندونو کي پر دغه کمیسیون تور لګوي چي د خلکو رایو ته یې درناوی نه دی کړی او د ځينو نوماندانو په پلویتوب یې درغلي کړې ده.
ټاکنو کمیسیون بیا دغه ادعاوې ردوي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...