بهرنیو چارو وزارت: سیمي درک کړې چي افغان جګړه د خبرو له لاري ختمیدای سي

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په ایران کي د طالبانو او ایراني چارواکو د لیدني په اړه وايي، د افغانستان د ستونزي د حل یوازینۍ لار د سولي مذاکرات دي او په دې برخه کي د سیمي د هیوادونو همکاري مهمه ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا د ایران په ګډون د سیمي ټولو هېوادونو دا درک کړې چي د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې د حل وړ ده، نو ځکه ټول هڅه کوي چي تر خپلي وسې په دې پروسه کي همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، دوی د ټولو هیوادونو له هغو هڅو ملاتړ کوي چي افغانان سولي ته نږدې کولای سي.

طالب استازو د یکشنبې په ورځ ایران ته سفر کړی و او هلته یې له ایراني چارواکو سره خبري کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چي تر ډېره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د زمیني پر برابرولو بحثونه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...