د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار د امنیت لپاره یې نوی امنیتي پلان جوړ کړی دی

د کورنیو چارو وزارت وایي دوی د کابل ښار د امنیت لپاره نوی امنیتي پلان جوړ کړی دی او دغه پلان یې په ۱۱مه امنیتي حوزه کي تطبیق کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چي پلان په ۱۱مه امنیتي حوزه کي مثبته نتیجه لرلې ده نو د ښار په نورو حوزو کي به هم عملي سي. دده په وینا د پلان له مخې به په سیمو کي ځای پر ځای سوې پوستي ټولیږي خو پر ځای به یې سیارې ګزمې پیل سي.

نصرت رحیمي زیاته کړې چي د کابل ښار د امنیت تامین د کورنیو چارو وزارت د دندو لومړیتوب دی او په دې برخه کي یې پراخ کار پيل کړی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...