چین: امریکا دي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د حضور په اړه مسٔوولانه چلند وکړي

یوه چینايي ديپلومات ویلي امریکا په دې وروستیو کي ګنګوسې خپري کړې چي خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

دده په خبره امریکا ته په کار ده چي د افغانستان د مسایلو پر وړاندي بې پروايي و نه کړي او د خپلو ځواکونو د ایستلو یا حضور په اړه مسوولانه چلند وکړي.

لي جان ژو ویلي چي تر هر څه وړاندي باید د سولي پروسه یوې پایلې ته ورسیږي، جګړې کابو کړل سي، ترهګري ډلي له منځه یوړل سي او په سیمه کي ثبات رامنځ ته سي.

هغه د سیمي پر هیوادونو هم ږغ کړی چي د افغانستان د سولي په پروسه کي همکاري وکړي.

د ژو په خبره که په افغانستان کي ترهګر پياوړي کیږي نو تر ټولو لومړی یې ګاونډیو هېوادونو ته زیانونه اوړي.

دغه چینايي ديپلومات پر پاکستان هم ږغ کړی چي د ترهګرو ضد اقدامات وکړي او د افغانستان د سولي په پروسه کي همکاري وکړي. دده په وینا که په افغانستان کي جګړه ختمه نه سي نو تر ټولو ډېر زیان به یې پاکستان ته واوړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...