راپور: محمد یار مجروح
کندهار ښار ته د ولسوالیو او نورو ولایتونو څخه راغلي ګډوال وايي، دژمي په راتګ سره د بیکارۍ له امله خوراکي او د سون توکي نلري او همدارنګه له دولتي مرستو هم بې برخي دي.
بلخوا دبشري حقونو مسؤلین د کډوالو د زیات والي په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي چي په روان کال کي وچکالۍ د کډوالو شمیر نور هم زیات کړی دی.
کندهار ښار ته دولسوالیو او نورو ولایتونو څخه راغلی کډوال وايي، له تیرو څلورو میاشتو راهیسي يې د مهاجرینوریاست ته عرضې ورکړي خو لا هم د مرستي څخه بې برخي دي.
دوی وايي، د ژمي له راتګ سره بیکاري زیاته سوې او ژونديې سخت تیریږي.
بلخوا د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو مسؤلین وايي، د مرستو امکانات دومره ندي چي پر ټولو بې ځایه سوو کسانو پوره وویشل سي.
د کندهار د کډوالو نوی رئيس دوست محمدنایاب د کډوالو د ستونزو ااصلي لامل د مرستو کموالی بولي.
دی وايي، هڅي يې دادي چي د مرستو د ویش په لرۍ کي شفافیت رامنځ ته کړي.
پر همدې مهال د بشري حقونو مسؤلین د کډوالو پر زیاتوالي اندېښنه ښي او زیاتوي په هغه ډول چي باید له کډوالو سره مرستي سوې وای،ندي سوي.
د کندهار دبشري حقونو سرپرست فخرالدین فایز وايي، دتیر کال په پرتله د کډوالو شمیر زیات سوی او همدرانګه کاري فرصتونه کم سوي دي.
دده په خبره دولت دي د مرستو د ویش پر مهال مستحقینو ته لومړیتوب ورکړي.
د مسؤلینو په خبره کندهار ښار ته د ولسوالیو او ۱۳ بیلابیلو ولایتونو څخه نژدې سل زره کډوال راغلي، او هره ورځ دولتي ادارو ته د مرستو غوښتلو په موخه مراجعه کوي.
یو شمیر ښاریان وايي، ځيني کسان د بیکارۍ له امله سوال کولو ته مجبوره سوي او آن ډیری وخت غیر قانوني کړنو ته هم مخه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون