په فاریاب او جوزجان ولایتونو کي د جګړو له امله بې ځایه سوي کډوال د یخنۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د دې ولایتونو یوشمېر اوسیدونکي چي د نا امنیو له امله له خپلو مېنو بې ځایه سوي اوس مهال د سړو او روغتیایي امکاناتو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي، بې ځایه سوي کډوال وایي، په ورستیو څو ورځو کي یې څو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او که حکومت ورته پام ونه کړي ښایي یوه بله انساني فاجعه رامنځ ته سي. کډوال وایي، چارواکي ورسره ژمنه کوي، خو تر دې مهاله له دوی سره مرسته نه ده سوې.

د جوزجان او فاریاب ولایتونو ځایي مسٔولین وایي، د کډوالو سره یې لومړنۍ مرستي کړي او هڅه کوي چي په شمال کي سته خیره بنسټونه وهڅوي چي له هغوی سره مرسته وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...